به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

فقر او د هغې د لمنځه وړلو لارې چارې

سال

: 2020.09.27

ګروه ها

: اقتصاد

قیمت

: 500

تعداد صفات

: 30

کد فایل

: 378

مقطع

: لیسانس

 سریزه: دکله نه چې انسان په دې نړې کې قدم ايښې دې نودهغه وخت څخه تر اوسه پورې دمشکلاتوسره لاس اوګړيوان دې . داځکه چې دانسان ضرورتونه اوخواهشات ډير زيات دي اودهغې لپاره وسايل محدوددي .خوپه انسانانوکې يوه طبقه داسې دي چې هغوي دژونددضرورت څخه اضافه وسايل په واک اواختيارکې لري اويوه طبقه خلک هم داسې دي چې دژوندي پاتې کيدوپه خاطر په کافي اندازه ضروري بنيادي وسايل لکه خوراک،لباس،اودهستوګنې لپاره ځاې نه لري چې دغه طبقه خلک دفقراوافلاس په حالت کې ژوندتيروي اودغوخلکوته فقيراوناداره ويلې شو. په نړې کې فقرورځ په ورځ مخ په زياتيدودې ځکه چې نفوس زياتيږي اووسايل محدوديږي اوکميږي . دفقردزياتيدوبل غټ لامل جنگونه دي ځکه جنگونه ډيرمصارف ايجابوي اوډيرې غټې پانګې ته اړتيا لري دجنگ په حالاتوکې دبې کارې په سطحه کې زياتوالې رامنځته کيږي .خلک بې کوره کيږي اومهاجرت کولوته مجبوريږي ،توليدي مراکز،دولتي ودانې ،مکتبونه ،شفاخانې اونورځايونه ورانيږي چې لدې امله دخلکودژوندسطحه خرابيږي اوپه فقرکې زياتوالې رامنځته کيږي. فقريولړټولنيزاواخلاقي زيانونه هم لري ،کچيرته فقرپه يوه ټولنه کې موجودوي نوهلته بې امنيتي اوناقراري وجودلري ځکه  چې خلک دخپل ژونددبقاپه خاطرغلا اوچورکولو،قتل کولو،دخلکوتښتولو،دنشه يي موادوقاچاق اوداسې نوروغيرې اسلامي اوغيرې اخلاقي فعاليتونوترسره کولوته مجبوريږي. نوددغوناوړه فعاليتونودمخنيوي په خاطردفقردلمنځه وړلولپاره تدابيرنيول پکاردي ځکه چې فقرپخپله دفقردرامنځته کيدولامل ګرځي . که چيرته خلکوته د کاروبارزمينه برابره شي نوتريوحده پورې دفقرپه سطحه کې کموالې راتللې شي ،په همدې ترتيب دخلکودتعليم اوتربيې سطحه لوړل ،زراعتي سکتورته پرمختگ ورکول اوصنعتي سکتورته پرمختگ ورکول داستخدام سطحه لوړوي اودخلکو په عايداتوکې زياتوالې رامنځته کيږي اوپس اندازونه زياتيږي اوپه آينده کې دپانگې اچونې دزياتوالي سبب گرځي چې پدې ترتيب سره دفقر په سطحه کې کموالې راځي اويوهيواددپرمختگ اوهوسائني په لورروانيږي.

.

 فهرست

عنوانونه                                                                                                                                     مخ

سريزه :  ٢

فقر:      ٣

مطلق فقر(Absolute Poverty)  ٤

نسبي فقر(Relative Poverty)    ٥

دفقرمنحوسه دايره(Circle of  Poverty (Vicious  ٥

دفقردايره دعرضې له نظره            ٦

دفقردايره دتقاضاله نظره  ٧

په پرمختيايي هيوادونوکې دفقرپه سطحه کې دزياتوالي وجوهات     ٨

__دزراعت شعبې وروسته            ۷

پاتيوالۍ            ٩

__دعايداتو په توزيع کې نابرابري. ٩

__په دفاعي مصارفوکې زياتوالي: ١٠

__په عامه خدماتواواجناسولوړمحصولات    ١٠

__ساختماني انتظامات   ١٠

__په غيرې ترقياتي مصارفوکې زياتوالي.   ١٠

__اميرانه ټولنيزساختار   ١١

__ناقص دولتي نظام.     ١١

__ناقصې اقتصادي پاليسي گانې ١١

په پرمختيايي هيوادونوکې دفقردمنځه وړلولاري چاري        ١١

نتيجه گيري       ١٤

وړانديزونه          ١٥

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059